IQNA

 په نیواکي ټاټوبو کې د تاؤټریخوالو یوازینۍ لاره د اسرائيلي رژیم له مینځه تلل دي

8:41 - October 26, 2023
د خبر لمبر: 3488171
ایکنا-(تهران) لوي پادری آهرون کوهن په یولړ څرګندونو کې ووئيل، د اوسنیو تاؤتریخوالو دختمولو لپاره یوازینۍ حل لاره  داسرائيلو د جنایتکار رژیم  دسوله ایز او په بشپړ له مینځه وړلو لپاره  نړیواله موافقه ده څود دوي په ځاي د یهودي،عرب او بل هریوه فلسطیني پشمول  چې په دغه ټاټوبی کې اوسیږي، ټول د یوه ډيموکراټيک هیوادڅښتن شي.

ایکنانیوز-  د تلې د میاشتې په پنځلسمه نیټه د طوفان الاقصی  عملیاتو له وخت راهسې  او بیا په غزې د اسرائيلو په وحشي ډوله حملو پسې ،د صهیونیسټانو په ضد د بشری حقوقو  او د فلسطینیانو دملاتړ له خوا د نړۍ په ګوټ ګوټ کې  ډيری اعتراضونه او میلیوني مظاهرې  شوي دي. په دې مینځو میان کې د یهودیانو ډيرو ډلو ټپلو د اسرائيلو په اقداماتو په سختو نیوکو سره  دوحشي صهیونیسټانو دپوځ  جنایتونه محکوم کړدي او باؤري دی  دغه جنایتونه  له یهودیت سره هیڅ  ارتباط نه لري او صهیونیسټان  له یهودیانو څخه دملاتړ په ادعا سره  پخپلو ګټو پسې دي.

پادری آهرون کوهن په بریتانیا کې  د   ناتوری کارتا  Naturi Carta)  ) یوصهیونیسټ ضد فعال دی . هغه په وروستیو کلونو کې لازیات د بریتانیا دیهودیانو په ټولنې کې دیني دندې ترسره کړي او په تیره بیا د ځوانانو په روزنې کې ئې ګډون کړی دی.

پادري آهرون کوهن له ایکنا نیوز آژآنس سره په خصوصي خبرو کې چې  د فلسطین په غزې کې د صهیونیسټانو د جنایتونو په وړاندې د لازمو او په موقعې د نړیوال غبرګون  او چپټیا په باب شوي، د خپلو تاؤتریخوالو په توجیه  کې ئې د صهیونیسټانو   او صهیونزم پراخو تبلیغاتو او پروپيګنډو ته په اشاارې سره  ووئيل، له تیرو کابو یوسل شلو کلونو څخه، صهیونیسټآن پخپلو تبلیغاتو سره ددې په باب  د نړیوالو په قانع کولو کې (هغه که یهودیان وي او که غیر یهودیان) چې  دیهودیانو نمایدګان دي ، ډير بریالي دي . په نتیجې کې ، هر هغه اقدام چې په درستې نړۍ کې ترسره کیږي، او د صهیونیسټانو خوښ نه وي،  یهودیّت او یهودیانو سره مقابله حسابیږي.

کوهن په دوام کې ووئيل، له دوهم نړیوال جنګ څځه  لویدیځي نړۍ له دې چې د یهود ضده سټيکر ولرل شي، په ویره کې دي او صهیونیسټانو له دغې ویرې څخه پخپله ګټه نهایت استفاده کوي.

 د  ناتوری کارتا (Naturi Carta)   دغه فعال  روښانه کړې ده ، البته واقعیّت دا دی چې صهیونیسټان د یهود قوم نماینده  نه،صهیونزم  اویهودیّت  دوه متضاد او مختلف مفهومونه دي او باید  پخپلو کې سره ګډوډ نه کړئ شي. له بده مرغه ،مونږ  نړیوال  ددغې موضوع  له درک کولو او منلو  څخه بې برخې یوو،او دا یو توضیح کیدلی شی چې ولې نړیواله ټولنه  د صهیونیسټانو په جنایتنو کافي غبرګون نه ښئ .

هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې ولې صهیونییسټي رژيم  ل دینی مسئلو او له غیر پوځي فلسطینیانود عامې وژلې لپاره  له یهودیانو  څخه  دملاتړ په پلمه  ناوړه استفاده کوي، ووئيل،  چې  ددغو مسئلو له مطرح کولو او  له یهودیانو څخه دملاتړ په لاسوند کولو څخه د صهیونیسټانو موخه  پّ حقیقت  کې نیواکګري او د فلسطیني ولس له مینځه وړل دي.

پادري کوهن  په پاي کې د روانو تاؤتریخوالو د ختمیدا لپاره دترټولو ښې لارې په باب د یوې پوښتنې په ځواب کې  د اسرائيلو دبشپړ له مینځه وړلو  غوښتنه وکړه او ټينګار ئې وکړ، داوسنیو  تاؤتریخوالو  دختمیدا یوازینۍ حل لاره د اسرائيلي صهیونیسټي حکومت د بشپړ ختمولو لپاره یوه نړیواله موافقه ده څو د دوي په ځاي  په یوه ډيموکراټيک هیواد سره د د فلسطیني ټاټوبی  یهودي ،عرب اوغیر عرب  جانشین شی،نو له دې وروسته به  تاؤټریخوالی سملاسي  پاي ته ورسیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4177321

captcha